حكومت د پنجاب اولس ته هېلت كارډ وركولو له 400 اربه روپۍ بېلې كړې،فرخ حبیب

ملتان۔2جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې حكومت د نوي كال پېل كېدو سره د پنجاب 12 كروړه اولس لپاره 400 اربه روپۍ هېلت كارډ لپاره بېلې كړې٬ بلاول زرداري په سندھ كښې د كھاد مافيا مشري كوي٬ مولانا فضل الرحمن به په 23 مارچ لانګ مارچ نه كوئېك مارچ كوي۔ د دې خيالاتو څرګندوه هغه په ډوګر هاؤس كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيال ملك …

ملتان۔2جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې حكومت د نوي كال پېل كېدو سره د پنجاب 12 كروړه اولس لپاره 400 اربه روپۍ هېلت كارډ لپاره بېلې كړې٬ بلاول زرداري په سندھ كښې د كھاد مافيا مشري كوي٬ مولانا فضل الرحمن به په 23 مارچ لانګ مارچ نه كوئېك مارچ كوي۔ د دې خيالاتو څرګندوه هغه په ډوګر هاؤس كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيال ملك عامر ډوګر سره د هغه د مور په مړينه غمرازي ښكاره كولو نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل موجوده حكومت په احساس پروګرام 260اربه روپۍ مصرف كوي۔ د احساس پروګرام لمخې 50 زره اسكالرشپ وركولې او د يو كروړ كوچنيانو كفالت كولې شي۔ فرخ حبیب ووئيل دا مهال د 2 نيم سوه اربه روپو په لګښت 7 كروړه كسانو ته وېړيا وېكسين لګولې شوي دي۔ هغه ووئيل د روان مالي كال په اولنو شپږ مياشتو كښې برآمدات 25 فيصده اضافې سره 15ارب ډالره ته ورسېدل او كه لويې څښتن ته منظور وي نو دا به راروان مالي كال كښې 30 اربه ډالره ته ورسي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم په هدايت د میرا پاکستان ،میرا ګھر پروګرام لاندې د 100 اربه روپو قرضې منظور كړې شوي دي او 34 اربه وېشلې شوي دي۔ هغه ووئيل مونږ احساس ډيجيټل پروګرام معارفي كړې دې۔ په دال ٬ اوړو او غوړو حكومت د 1000 روپو سبسډي وركوي۔ هغه ووئيل په مودي د دننه نه فشار راتلل پېل شوي دي۔ پخواني هندي پوځي مشرانو د آر اېس اېس نظريې حوالې سره خط ليكلې دې۔ د نوازشريف د بېرته راتللو په اړه ده ووئيل ډاکټر عدنان بېرته راغلې ٬ نواز شريف نه دې راغلې۔ نواز شريف دې كاغذي شېر نه جوړېږي بايد عدالتونو ته مخامخ شي۔ د بلاول زرداري په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د بلاول پلار د پي پي ټارګټ كلنګ كړې دې۔ پی پی د وفاق علامت وو۔ بلاول دې د پنجاب فکر نه كوي ٬ په 2023  كښې دې د سندھ فكر وكړي۔

مزید خبریں