حکومت د روغتيا په زړه پورې خدمات وركولو ته خاص پاملرنه كوي د وړومبۍ مېرمنې ثمينه عارف علوي اقراء پوهنتون كښې دستورې ته وېنا

APP02-301221 KARACHI: December 30 - Begum Samina Arif Alvi addressing during prize distribution ceremony of Poster Competition for Physical Wellness organized by Iqra University (IU), North Campus. APP Photo by Saeed Qureshi

کراچۍ 30 دسمبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي وئيلي دي چې حکومت د روغتيا په زړه پورې خدمات وركولو ته خاص پاملرنه كوي٬ زده كوٶنكي دي د خپلې زده كړې عملي اړخونو او دائره كار ته يو شان پام وكړي دغسې چې تعليم نه پس ملازمتونه ترلاسه كړۍ شي، د اقراء پوهنتون انتظاميه دې په اولس كښې شعور بېدارولو لپاره كم پرمختللې سيمو كښې هم د صحت پحقله كېمپ ولګوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د اقراء پوهنتون د نارته كمېپس زده كوٶنكو او استاذانو ته د پوهنتون تر سېوري لاندې د جسماني تندرستۍ پحقله د پوسټر سازۍ مقابلو په موقع خپله وېنا كښې وكړې۔ لومړۍ مېرمنې په دې لړ كښې د زده كوٶنكو٬ استاذانو او د پوهنتون د انتظاميې د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ بېګم ثمينه عارف علوي د پوهنتون زده كوٶنكو مشوره وركړه چې ھغوي دې د خصوصي ماشومانو ښه صحت په ځائ ساتلو لپاره د احتياطي تدبيرونو په اړه شعور بېدارولو لپاره هم كار وكړي۔ د دې نه وړاندې بېګم ثمنه علوي د پوسټر سازۍ د مقابلې جاج واخست او د ګډون كوٶنكو په پوسټرز كښې ئې خوښي ښكاره كړه۔ په دې موقع د پوهنتون لخوا لومړۍ مېرمنې ثمينه عارف علوي ته شيلډ وړاندې كړې شو۔ د دې نه پس بېګم ثمينه عارف علوي د مقابلې فاتح او رنر آپ ته شيلډ وركړو۔