د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا سره د كمانډر 12 كور لېفټيننټ جنرل سرفراز علي ملاقات

كوئټه 29دسمبر(اے پی پی) د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا سره د شورو په ورځ كمانډر 12 كور لېفټيننټ سرفراز علي ملاقات كړے ٬په ملاقات كښې د هېواد او صوبې د امن او امان په مجموعي صورتحال او د ترهه ګرۍ په ضد د قانون نافذ كوونكو ادارو لخوا په پورته كړے شوو ګامونو پشمول د شريكې خوښې په چارو تفصيلي خبرې شوي۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د قانون نافذ كوونكو ادارو خذمات او قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل دا خبره اوس ټولې نړۍ ته ښكاره شوې چې د ټولې منطقې تا پاتي امن لپاره پاكستان ډېر مهم كردار تر سره كړے