د وزيراعلٰی په مشرۍ كښې د بلوچستان عوام يپارټي متحد ده ۔حاجي نور محمد دمړ

كوئټه 29دسمبر(اے پی پی)د خزانې صوبائي سينئر وزير حاجي نور محمد دمړ سره د صوبائي اسمبلۍ غړو ملاقاتونه كړي ٬په ملاقاتونو كښې د حلقو مسائل حل كولو او د خېرښېګړې د پروژو په پېشرفت هم خبرې شوي ۔د خزانې وزير سره په ملاقات كوونكو كښې د اپوزېشن مشر ملك سكندر اېډووكېټ او د صوبائي اسمبلۍ غړے اصغر خان ترين شامل وو۔د خزانې صوبائي وزير په دې موقع په خبرو كښې ووئيل زما د دفتر دروازېستاسو ټولو لپاره پرانستې دي٬د بلوچستان وزيراعلٰی په مشرۍ كښې د بلوچستان عواميپارټي متحد ده٬چرته به چا سره ناانصافي ونشي ٬ مونږ د انصاف په عملدرآمد باور لرو