د ګلګت بلتستان په بېلو سيمو كښې د 5.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس شول

ګلګت 27دسمبر(اے پي پي) د ګلګت بلتستان په بېلو سيمو كښې د 5.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي۔د زلزلې پيما مركز له مخې د دې زلزلې مركز د ګلګت بلتستان استور ضلعې څخه 26 كلوميټر په شمال كښې ؤ او په رېكټر سكيل شدت 5.3 رېكارډ كړے شوے۔په زمكه كښې د زلزلې ژورتيا 35 كلوميټره وه۔د ګلګت بلتستان كومې هم سيمې څخه د زلزلې تراوسه د كوم ځاني او مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔البته د ګلګت بلتستان په بېلو ضلعو څخه د ضلعي انتظاميې له مخې په بېلو ځايونو د خاورو كمرو رالوېدو له امله په ډېرو ځايونو د سړكونو رابطې منقطعه شوي