اسلام آباد 26 دسمبر(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې په صوابې كښې په وړومبي ځل تاريخي پرمختګ پېل شوے او د دې ښه آغېز به په راتلونكو نسلونو وشي، د صوابۍ د اولس د ستونزو نه خبر يم، ټولې ستونزې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي. ده دا خبرې په پنج پير صوابۍ كښې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د …
په صوابې كښې په وړومبي ځل تاريخي پرمختګ پېل شوے. اسد قېصر
اسلام آباد 26 دسمبر(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې په صوابې كښې په وړومبي ځل تاريخي پرمختګ پېل شوے او د دې ښه آغېز به په راتلونكو نسلونو وشي، د صوابۍ د اولس د ستونزو نه خبر يم، ټولې ستونزې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي. ده دا خبرې په پنج پير صوابۍ كښې اولسي غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې د اوسني حكومت په دور كښې د تعليم او روغتيا په څانګه كښې د اصلاحاتو لړې روانه ده. ده ووئيل چې په صوابۍ كښې د پوهنتونونو، كالجونو او سكولونو جوړولو كار روان دے. ده ووئيل چې د اولس ستونزې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي.












