د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د كرسمس په موقع مسيحي ټولنې له مباركي وركړه

پیښور 24 دسمبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان پاكستان په خاص توګه خېبرپښتونخوا كښې مېشته مسيحي ټولنې ته د كرسمس تهوار په موقع مباركي وركولو سره وئېلي دي په باكستان كښې د ټولو اقليتونو حقونو ته آئيني تحفظ وركړے شوے او ټول اقليتونه خپل مذهبي تهوار٬ رسومات او د عبادت ادا كولو له بشپړه آزادي لري۔ده ووئيل د پاكستاني قام په حېث مونږ د ورورولۍ او د قامي همغږۍ جذبه لرو۔د مسلمان او مسيحي ټولنې ترمينځه مثالي اړيكې قائم دي او د خپل هېواد پرمختګ٬ښېګړې او خوشحالۍ لپاره هلې ځلې كوي۔