پېښور 23 دسمبر(اے پي پي) د پیښور اسلام آباد په موټروے چهچه انټرچېنج سره نزدې د موټر او د وړوكي بس ټكر كېدو په پېښه كښې درې مسافر مړه او يو سخت ژوبل شوے۔ د رېسكيو ذريعو له مخې د پېښور اسلام آباد په موټروے د موټر او وړوكي بس ټكر كېدو پېښه رامخې ته شوې چې له امله يې د موټر ډرائيور ضياﺀ محمد او پك اپ كښې ناست …
د پیښور اسلام آباد په موټروے چهچه انټرچېنج سره نزدې ټرافېكي پېښه٬ 3 مسافر مړه٬ 1 سخت ژوبل
پېښور 23 دسمبر(اے پي پي) د پیښور اسلام آباد په موټروے چهچه انټرچېنج سره نزدې د موټر او د وړوكي بس ټكر كېدو په پېښه كښې درې مسافر مړه او يو سخت ژوبل شوے۔ د رېسكيو ذريعو له مخې د پېښور اسلام آباد په موټروے د موټر او وړوكي بس ټكر كېدو پېښه رامخې ته شوې چې له امله يې د موټر ډرائيور ضياﺀ محمد او پك اپ كښې ناست اصغر٬صدام په موقع په حق رسېدلې او د دوي ملګرے ضياﺀ محمد سخت ژوبل شو۔ په اطلاع ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 درې ګاډي د پېښې ځاې ته رسېدلې۔ژوبل شوې تن د رېسكيو ايمبولينس د لارې د حضرو تحصيل هېډكوارټر روغتون ته منتقل كړے شوے٬ د دې نه پس د رېسكيو په ګاډي كښې د پېنډۍ روغتون ته ورسول شو












