د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو د ډاكټر عبدالمالك بلوچ سره غمرازي ښكاره كړه

كوئټه 29نومبر(اے پی پی) د بلوچستان وزير اعلٰی وزير عبدالقدوس بزنجو سنګاني سيمې ته لاړ او د بلوچستان پخواني وزيراعلٰی ډاكټر عبدالمالك بلوچ سره ئې د هغه د وراره جمال واحد په مړينه غمرازي ښكاره كړه او د حق رسېدلي بخښنې لپاره يې فاتحه خواني وكړه۔په دې موقع صوبائي وزيران سيد احسان شاه ظهور٬بليدي اكبر آسكاني لاله رشيد بلوچ٬چيف سېكرټري مطهر نياز رانا هم موجود وو۔