د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس د پخواني صوبائي وزير ګل زمان كاسي په مړينه غمرازي ښكاره كړه

كوئټه 29نومبر(اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو د پخواني صوبائي وزير او د سينئر سياستمدار حاجي ګل زمان كاسي په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔دغمرازۍ په خپل بيان كښې وزيراعلٰی د حق رسېدلي د صوبې او اولس لپاره سياسي خذمات ستائېلو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې هغه له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي