د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان لېفټيننټ جنرل فېض حميد ته د كور كمانډر پېښور په تعيناتۍ مباركي وركړه

پېښور 29 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان سره د پېښور نوي ټاكلي كور كمانډر لېفټيننټ جنرل فېض حميد (هلال امتياز) په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع ګورنر شاہ فرمان لېفټيننټ جنرل فېض حميد ته د كور كمانډر پېښور په تعيناتۍ مباركي وركولو سره د هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه او د افغانستان موجودہ صورتحال او په بارډر منيجمنټ هم خبرې وشوې۔ ملاقات كښې په صوبه كښې د بېرې د شاتو٬ د خونه او زعفرانو په لويه كچه د كر په منصوبه هم د اطمينان څرګندونه وشوه او د منصوبې كاميابۍ لپاره شريكو هلو ځلو ته اتفاق وكړے شو