د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار د كولمبيا باكسر ته په ماتې وركولو پاكستاني باكسر محمد وسيم ته مباركي وركړه

لاهور27 نومبر (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار د كولمبيا باكسر ته په ماتې وركولو پاكستاني باكسر محمد وسيم ته مباركي وركړې. د مباركې په خپل بيان كښې ده ووئيل چې محمد وسيم د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره د كولمبيا باكسر ته ماتې وركړې. محمد وسيم يو ځل بيا ثابته كړې چې هغه صلاحيت لرونكې باكسر دے. ده ووئيل چې محمد وسيم كاميابي ترلاسه كولو سره د پاكستان بېرغ هسك كړے. ده ووئيل چې د محمد وسيم راتلونكو كاميابو لپاره دعا كوم.