په صوبائي اسمبلۍ كښې په نكاح فارم كښې د ختم نبوتؐ حلف نامه شاملولو په اړه قرارداد په متفقه توګه منظور كړې شو

پېښور 26 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په صوبائي اسمبلۍ د نادرا فارم او د پاسپورټ په طرز په نكاح فارم كښې د ختم نبوتؐ حلف نامه شاملولو په اړه قرارداد په متفقه توګه منظور كړې شوې دې۔ د جمعې په ورځ د اسمبلۍ په غونډه كښې د مسلم ليګ (ن) غړي اختيار ولي حلف نامه وړاندې كولو سره ووئيل زه مسلمان يم او په حضرت محمدۖ او په غېر مشروط توګه په خاتم النبينۖ ايمان لرم. زه داسې يو كس هم نه منم څوك چې د حضرت محمدۖ نه وروسته د نبي لفظ د كومې هم تشريح لپاره استمعالوي يا په كومه حواله د نبي كېدو ادعا كوي يا د نبوت داسې مدعي نبي يا مذهبي مصلح يا مسلمان نه منم، زه مرزا غلام احمد قادياني دروغژن نبي ګڼم او دا د لاهوري يا قادياني ګروپ سره تعلق لرونكي پېروكار غېرمسلم ګڼم۔ اختيار ولي په دې موقع د تاجدار محمدؐ زنده باد او ناموس رسالت زنده چغه هم ولګوله او د دې نه پس ايوان د قرارداد منظوري وركړه