په اوركزئي تاجك علي خېل كښې په ټرافيكي پېښه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 21 كسان سخت ژوبل شوي دي

اوركزئي 26 نومبر (اے پي پي) په اوركزئي تاجك علي خېل كښې په ټرافيكي پېښه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 21 كسان سخت ژوبل شوي دي. د رېسكيو 1122 له مخې د بره اوركزئي په تاجك علي خېل سيمه كښې يو پېك اپ چپه شوے او په پېښه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 21 كسان سخت ژوبل شوي دي. په اطلاع ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 اېمبولېنس او طبي ډله د پېښې ځائ ته رسېدلې. ژوبل شوي كسان د ډبوري روغتون ته رسول شوي دي. درې سخت ژوبل شوي كسان پېښور ته رسول شوي دي.