د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا وليدل

كوئټه 25 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا د كوئټې په ګورنر هاؤس كښې ليدلې دي۔په ملاقات كښې په منطقه كښې په سياسي او معاشي بدلونونو٬د امن اوامان په صورتحال٬په صوبه كښې په روانو پرمختيائي پروژو٬د اعلٰی تعليم وركولو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل اولسي ښېګړې ته پام لرنې كولو او د صوبې مثبت تشخص رامخې ته كولو له عملي اقداماتو ته اړتيا ده۔په دې موقع د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا دا باور څرګند كړو چې حكومت د صوبې او وفاق ترمينځه په اړيكو كښې كوم ښه والے راغلے هغه به نه يوازې برقرار وي بلكې په دې كښې به د وخت سره سره استحكام راځي۔د ملاقات په مهال سېنېټر عبدالقادر هم موجود ؤ