د خېبرپښتونخوا ګورنر سره افغان كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د پېښور ذيلي دفتر مشر ګيرټ احمدوف ملاقات٬په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه

پیښور 24 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان سره تېره ورځ د افغان كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د پېښور ذيلي دفتر مشر ګيرټ احمدوف په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د افغانستان په موجوده صورتحال٬د افغان كډوالو او د بشري مرستې په چارو خبرې شوي۔په دې موقع د يو اېن اېچ سي آر پیښور ذيلي دفتر مشر د افغان كډوالو په كوربتوب د پاكستان حكومت او اولس كردار وستائېلو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان په بحرانونو كښې په انساني مرسته كولو د يو اېن اېچ سي آر خذمات ستائېلو سره وئېلي دي ملګرو ملتونو له د افغان كډوالو او افغان اولس په بشري بنيادونو مرسته باوري كول پكار ده ۔ده ووئيل په افغانستان كښې د بشري مرستې لپاره به نړيوالې ورورولۍ له راواړاندې كېدل وي او د افغان اولس به مرسته كول وي