په وېمنز ورلډ كپ كواليفائر كښې ﴿نن﴾ درې مېچونه كېږي

هرارې 24 نومبر (اے پي پي) په وېمنز ورلډ كپ كواليفائر كښې به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ د نومبر په 25مه نېټه درې مېچونه كېږي. د آئي سي سي تر سيوري لاندې د وېمنز ورلډ كپ كواليفائر مقابلې په زمبابوے كښې روانې دي. د نومبر په 25مه نېټه د زيارت په ورځ به په ټونارمنټ كښې اووم مېچ د بنګله دېشن او تهائي لېنډ لوبډلو ترمېنځه كېږي. اتم مېچ به د آئير لېنډ او هالېنډ لوبډلو ترمېنځه او نهم مېچ به د زمبابوے او امريكائي لوبډلو ترمېنځه كېږي