هنګو كښې د سيټيډي په ډله د ترهګرو ډزې٬ اهلكار محفوظ٬په ځوابي كاروائۍ كښې 4 ترهګر ووژل شول

هنګو 02نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلع كښې د سي ټي ډي په ډله د ترهګرو د ډزې كړې خو اهلكار محفوظ پاتي شوي او د سي ټي ډي په ځوابي كاروائۍ كښې څلور ترهګر وژلې شوې دي او د دوي څلور ملګري فرار شوي چې د لټون عمليات ئې پېل كړې شوې دي۔ د سيټيډيکوهاټ ريجن څخه د جاري خبر پاڼې له مخې د سي …

هنګو 02نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلع كښې د سي ټي ډي په ډله د ترهګرو د ډزې كړې خو اهلكار محفوظ پاتي شوي او د سي ټي ډي په ځوابي كاروائۍ كښې څلور ترهګر وژلې شوې دي او د دوي څلور ملګري فرار شوي چې د لټون عمليات ئې پېل كړې شوې دي۔ د سيټيډيکوهاټ ريجن څخه د جاري خبر پاڼې له مخې د سي ټي ډي اپرېشن ډله د هنګو تحصيل په ټل او د شمالي وزيرستان په سپين وام په مېنځنۍ سيمه كښئ موجود وو چې په ډله ناڅاپي ترهګرو ډزې پېل كړې۔ د سي ټي ډي او پوليس په ځوابي كاروائۍ كښې 4 ترهګر ووژل شول او څلور وتختېدل۔ د سيټيډي چارواكو له مخې ترهګرو څخه څلور اېس اېم جي٬ 16 چارجر٬ څلور هېنډ وېر او يو شمېر كارتوس برآمد كړې شوې دي۔ د پېښې نه په امنيتي چارواكو سيمه محاصره كولو سره د ترهګرو د لټون عمليات پېل كړې دي

مزید خبریں