اسلام آباد۔1نومبر (اے پی پی) د خزانې سلاحكار شوكت ترين وئيلي دي آئي اېم اېف سره چارې ترسره شوي دي۔ ٬ حكومت د بدلون ٬اصلاحات او احتساب نعرې سره راغلې دې٬ حكومت اداره جاتي اصلاحات لپاره مهم اقدامات كړي دي٬ د سنګل ونډو پرانسته اصلاحات پلو يو مهم ګام دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د پاکستان سنګل ونډو لانچنګ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه …
آئي اېم اېف سره چارې ترسره شوي دي٬ اداره جاتي اصلاحاتو لپاره مو مهم ګامونه پورته كړې دي٬ د سنګل ونډو پرانسته اصلاحاتو پلو يو مهم ګام دے٬ د خزانې سلاحكار شوكت ترين سنګل ونډو لانچنګ دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔1نومبر (اے پی پی) د خزانې سلاحكار شوكت ترين وئيلي دي آئي اېم اېف سره چارې ترسره شوي دي۔ ٬ حكومت د بدلون ٬اصلاحات او احتساب نعرې سره راغلې دې٬ حكومت اداره جاتي اصلاحات لپاره مهم اقدامات كړي دي٬ د سنګل ونډو پرانسته اصلاحات پلو يو مهم ګام دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د پاکستان سنګل ونډو لانچنګ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل پاكستان کسټمز ته د سنګل ونډو په لانچنګ مباركي وركوم۔ هغه ووئيل د تېرو دوه كلونو په مهال د كورونا د لاسه د رسنې لړۍ وځپلې شوه٬ اوس معيشت بحالۍ پلو روان دے ٬ كاروباري وګړي د ټولو موقعو څخه استفاده كولو له چمتو دي ، پاکستان سنګل ونډو سره به ملكي برآمدات سوا شي ٬ سيمه ايز تجارت او جيو اكنامك رابطې به ښه شي۔ هغه ووئيل آئي اېم اېف سره چارې ترسره شوي دي٬ آئي اېم اېف سره به لوظنامه د روانې اونۍ په مهال وكړې شي۔ شوکت ترین ووئيل سټېټ بېنك سره اړوند قانون لپاره آئيني بدلونونو ته اړتيا ده٬ آئيني بدلونونو لپاره مونږ درې كښې دوه برخې اكثريت نه لرؤ ، آئی اېم اېف مو په دې خبره د پوهه كولو هڅه كړې ده۔ د ځينې بېنكونو په خدماتو كښې د تعطل په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د سركاري ملازمينو تنخا به نه وروسته كېږي ، په صورتحال قابو موندلې شوې دې۔ هغه ووئيل ګراني ګرده نړۍ كښې زياته شوې ده ٬ د ټارګټډ سبسډي په رسنه به ډېر زر عمل پېل كړې شي











