د حکومت او د کالعدم تحریک لبیک پاکستان د مشرتابه ترمنځ د خبرو لپاره 12 کسیزه کمېټي جوړه شوه ٬ وفاقي وزير صاحبزاده نور الحق

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير صاحبزاده نور الحق قادري وئيلي دي د حکومت او د کالعدم تحریک لبیک پاکستان د مشرتابه ترمنځ د خبرو لپاره 12 کسیزه کمېټي جوړه شوې ده۔ د خالي په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د علماﺀ كرام او مذهبي سكالرانو پلاوي ملاقات نه وروسته ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل دا معامله به ډېر په …

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير صاحبزاده نور الحق قادري وئيلي دي د حکومت او د کالعدم تحریک لبیک پاکستان د مشرتابه ترمنځ د خبرو لپاره 12 کسیزه کمېټي جوړه شوې ده۔ د خالي په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د علماﺀ كرام او مذهبي سكالرانو پلاوي ملاقات نه وروسته ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل دا معامله به ډېر په زړه پورې ډول حل كړې شي۔ هغه باور ولرلو چې د مذاكرات دلارې به صورتحال ښه شي۔ علمائے کرامو او مذهبي سكالرانو هم د خپله اړخه د مرستې باور وركړواو د معاملې په سولييز ډول حل كولو له ئې د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل وزيراعظم غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيل د پاکستان تحریک انصاف (پی ټی آئی) حکومت ټول عمري له بامقصده او جدي ګامونه خوشبينه ګرځولې دي۔ د سنی اتحاد کونسل صدر صاحبزادہ حامد رضا ووئيل وزيراعظم غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته بار وركړو چې حكومت وينه تويول نه غواړي ٬ په قومي سلامتيا او حكومتي رټ به كومه سمجھوته كولې نه شي۔ د سنی اتحاد کونسل صدر ووئيل مونږ مظاهرچيانو ته اپيل كوؤ چې هغوي د تشدد لاره خپله نه كړي ولې چې مذاكرات روان دي۔

مزید خبریں