د سوئيلي افريقا بلائنډ كركټ لوبډله د پاكستان دوره كوي٬ سيد سلطان شاه

اسلام آباد۔13اکتوبر(اے پی پی) د سوئيلي افريقا بلائنډ كركټ لوبډله د راروان كال 2022 فرورۍ مياشت كښې د پاكستان دوره كوي ٬ هغه به پاكستان سره د درې ټي 20 او درې يو ورځني مېچونو سيريز كوي۔ د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل چیئرمین او د ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل صدر سید سلطان شاہ د شورؤ په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د سوئيلي افريقا په خواست د هغوي بلائنډ كركټ لوبډله د راروان كال فرورۍ مياشت كښې د پاكستان دوره كوي۔ د خپلې دورې په مهال به هغه پاكستان سره د درې ټي 20 او درې يو ورځني مېچونو سيريز كوي۔ د سوئيلي افريقا كركټ لوبډلې دا د پاكستان اولنۍ دوره ده۔ سید سلطان شاہ ووئيل هندي بلائنډ كركټ لوبډلې سره هم د پاكستان دورې په اړه خبرې روانې دي۔ هغه ووئيل د پاکستان او هندي بلائنډ لوبډلو ترمينځه په نیوټرل ایوینیو هم د ټی 20 او د يو ورځني مېچونو په سيريز غور كولے شي۔ هغه ووئيل هندي بلائنډ كركټ لوبډلې دې نه وړاندې په كال 2011 او 2014 كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ هغه ووئيل د بلائنډ کرکټ کونسل صدر مهانتیش جی او د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل ترمينځه د كال 2018 ورلډ کپ په مهال لوظنامه شوې وه چې د هند بلائنډ كركټ لوبډله به د پاكستان دوره كوي٬ هغه ووئيل كه هندي بلائنډ كركټ لوبډله د پاكستان دوره نه كوي نو مونږ به هم هند ته نه ځو٬ مونږ په دې پرېكړه ولاړ يو۔