كركټ اېسوسي اېشن چېمپئن شپ كښې به نور 3 مېچونه په 13 اكتوبر كېږي

اسلام آباد 11 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ د سېوري لاندې روان كركټ اېسوسي اېشنز چيمپئن شپ كښې به نور درې (درې ورځني)مېچونه د اكتوبر په 13مه نېټه كېږي۔ د بلوچستان مقابله به سدرن پنجاب سره رانا نويد اكېډمي شېخوپوره ٬ د سندھ مقابله به خېبرپښتونخوا سره په اېل سي سي اے ګراؤنډ لاهور او د سنټرل پنجاب مقابله به ناردرن ډلې سره سعيد اجمل اكېډمي فيصل آباد كښې كېږي۔ په چيمپئن شپ كښې 6 ډلې برخه اخلي كومو كښې چې بلوچستان ٬ سنټرل پنجاب٬ ناردرن٬ سندھ٬ سدرن پنجاب او خېبرپښتونخوا شامل دي۔ چېمپئن شپ به تر 14 نومبر روان وي