په خپل كلتور وياړ لرو ۔ مير ضياﺀالله لانګو

كوئټه 23ستمبر (اے پی پی)صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو د پښتون كلتور ورځې په مناسبت سره خپل پېغام كښې وئېلي دي د خپلو رواياتو په روزنه او نړۍ د دې ښكلې كلتور څخه خبرولو كښې بايد د بلوچستان ټول قامونه خوښي ولري ځكه چې هغه قامونه ژوندي وي د كومو كلتور چې ژوندے وي۔په دې توګه په خپل كلتور وياړ لرل پكار دي۔صوبائي داخله وزير ووئيل ژبه د كوم تعصب يا كركې نامه نه بلكې د اظهار وسيله ده٬ د پښتون كلتور ورځ د امن او مينې پیغام وركوي۔ده ووئيل خپل مينځ كښې امن او ورورولۍ له وده وركول پكار ده دغسې چې د ټولې نړۍ قامونه زمونږ كلتور زده كړي۔ده ووئيل زمونږ هجره او مېلمستياﺀ زمونږ پېژندګلو ده٬زمونږ پېغام امن او محبت دے۔