افغانستان كښې معاشي استحكام لپاره د نړيوالي ورورولۍ په زړه پوري مرستي ته اړتيا ده ۔فخر عالم

پېښور 23 ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د اقتدار په امناكه ډول د منتقل كيدو او د نوي عبوري حكومت جوړيدو يوه مياشت تيريدو نه پس د افغانستان تعمير او په خاص توګه د هغوي خراب معاشي صورتحال استحكام لپاره د نړيوالي ورورولۍ پشمول د امريكې مرستي ته اړتيا ده۔افغانستان لپاره غير ملكي مرسته او د سرمايه كارۍ ختمول او بهر هېوادونو كښې د افغانستان اثاثو پشمول د بېنك اكاونټس منجمد كول هغه عوامل دي د كومو په وجه چې د افغانستان معاشي حالت نور هم خرابيدے شي او اوس دا مهال افغانان د دې بحران څخه وېستلو لپاره د نړيوالي ورورولۍ مرستي ته اړتيا ده۔” افغانستان دا مهال د يو تاريخي دور څخه تيريږي او اوس دا په نړيوالو طاقتونو او په خاص توګه په امريكې انحصار لري چې سباؤن كښې افغانستان په معاشي لحاظ سره مستحكم او سوكاله هېواد ليدل غواړي يا دا غير يقيني صورتحال سره په مخ كولو د كورنۍ جهګړې پلو بوتلل او د ترهه ګرۍ مركز جوړول غواړي’۔د دې خيالاتو څرګندونه د پېښور پوهنتون د انټرنيشنل ريليشنز څانګي پروفيسر ډاكټر خورشيد احمد اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د افغانستان معيشت په ډونرز هېوادونو انحصار لري كوم ته چې د امريكې د افغانستان څخه غير متوقع انخلاء په نتيجه كښې سخت زيان رسيدلے۔ ده ووئيل د افغانستان د معيشت 60 فيصده برخه په غير ملكي مرسته مشتمل ده كومه چې بنده كړې شوې دغسې د افغانستان 9.5 مليونه ډالره بينك اكاونټس هم منجمد كړې شوي ٬ دې څخه اندازه لګيدلې شي چې افغانستان ته څه ډول معاشي زيان رسيدلے او د دې ځائې غريب وګړي دا مهال كوم حالت سره مخ دي۔ده ووئيل د افغانستان بهر هېوادونو كښې بينك اكاونټس د افغانانو حق دے او د دې د انجماد له امله افغان حكومت خپل اولس ته نغده ادائيګي نه شي كولې۔ده ووئيل كه د يادو شوو اكاونټس انجماد ختم نه كړے شو نو افغانستان كښې لويه انساني الميه راپيدا كيدې شي او افغان اولس د لوږي ،قحط او غذا كمي سره مخ كېدے شي د كومې ټوله ضه واري به چې د نړيوالې ورورولۍ وي۔ده ووئيل د تيرو 40 كلونو راهسې د عدم استحكام او د جنګ ښكار افغانستان پرمختګ دارومدار د نړيوالو مالياتي ادارو پشمول به آئي ايم ايف ، ورلډ بينك ٬ ايشين ډويلپمنټ بينك او په اين جي اوز دے ٬ خو د اين جي اوز د اړخه افغانستان كښې خپل مشنز بندول او په روانو پرمختيائي پروژو كار اودرولو سره صورتحال نور خرابيږي۔