ژوندي او باشعوره قومونه كلتوري او رواياتي اقدار او تاريخي ورثه محفوظ ساتي٬ د بلوچستان اعلی وزير جام كمال خان د پشتون كلچر ډے په مهال خصوصي پېغام

کوئټه۔23ستمبر(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير جام كمال خان وئيلي دي ژوندي او باشعوره قومونه كلتوري او رواياتي اقدار او تاريخي ورثه محفوظ ساتي٬ زمونږ صوبه بېلو قومونو ٬ قبيلو او رنګ او نسل سره د تعلق لرونكو يوه ګلدسته ده۔ اعلی وزير جام كمال خان د پشتون كلچر ډے په موقعه خصوصي پېغام كښې ووئيل د صوبې په ادبي تاريخ كښې پښتنو شاعرانو ٬ اديبانو ٬ ليكوالو او مؤرخينو د صوبې تهذيبي ٬ كلتوري ٬ تاريخي او روايتي ترجماني په زړه پورې ډول كړې ده۔ د پښتو ادب نوموړې شاعرانو په خپل كلام كښی ټول عمري د ملي يو والي ٬ همغږۍ ٬ بهادرۍ ٬ اتحاد او اتفاق او د هر ډول تعصب نه لرې د مثبت او تعميري سوچ درس وركړے دے۔ اعلی وزير ووئيل د نن دور ځوانانو له به دا ټول تعميري اړخونه پام كښې نيولو سره د صوبې تعمير او پرمختګ كښې فعال كردار ترسره كول وي۔ هغه ووئيل پښتو ژبې ته ليكوالو په خپلو كتابونو كښې ځانګړې ځائې وركړې دې چې مقصد ئې رواداري ٬ زغم ٬ او په ميانه روۍ عمل كولو سره اجتماعيت ته وده وركول دي