کوئټه كښې په موسي کالوني كښې د بلوچستان کانسټيبلري پوليس ګاډي سره نزدې بمي چاودنه

کوئټه 22 ستمبر (اے پي پي) کوئټه كښې په موسي کالوني كښې د بلوچستان کانسټيبلري پوليس ګاډي سره نزدې بمي چاودنه شوې خو د چاٶدنې له امله كوم ځاني زيان نه دے شوے۔ د پوليس له مخې دا چاٶدنه ھغه مهال شوې كله چې د بي سي پوليس ګاډي ګزمه كوله خو په چاٶدنه كښې د پوليس اهلكارو زيان نه دے شوے۔ د پېښې نه پس سيمه محاصره كولو سره پلټنې پېل كړې شوي