د بلوچستان حكومت په پبلك ټرانسپورټ كښی د كورونا وېكينېشن لازمي ګرځولو مراسله جاري كړه

کوئټه۔21 ستمبر(اے پی پی) د بلوچستان حكومت ټرانسپورټ څانګې جاري كړې شوې يوه مراسله كښې د صوبې دننه او د صوبو ترمينځه د مسافر وړونكو بس او مني بس مالكانو ته اطلاع وركړې ده چې ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس روانه چپه نظر كښې نيولو سره د وېكسينېشن عمل ته پراختيا وركولو له د صوبائي حكومت ټرانسپورټ ډپيارټمنټ پبلك ټرانسپورټ كښې كورونا وېكسينېشن لازمي ګرځولي دي۔ په جاري كړې شوي سركلر كښې هدايت شوے دے چې ټول ټرانسپورټران دې د خپلو ډرائيورانو ٬ عملې او نور اړوندو وګړو زر تر زره وېكسين لګول باوري كړي او داسې كوم مسافر ته خپل ګاډي كښې د سفر كولو اجازه ورنكړي كوم چې وېكسين لګولې نه وي۔ دوئي بايد د مسافرو وېكسينېشن كارډ چېك كړي۔ سركلر كښې دا هم وئيلې شوي چې كه چرې د چېكنګ په مهال كوم ډرائيور ٬ دعملې كوم تن او يا مسافر د وېكسين نه غېر سفر كوؤنكې وموندلے شو نو د اړوند ټرانسپورټ مالك په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي او د هغه روټ پرمټ كېنسل كولو سره به د هغه ګاډې هم بندولې شي۔