د وزيراعليٰ محمود خان په مشرۍ كښې د پرمختيائي منصوبو عملدرآمد په اړه غونډه

پېښور 20 ستمبر (اے پي پي) د پېښور ريجن اولسي مسئلو حل او په پرمختيائي منصوبو عملدرامد لپاره غونډه د ګل په ورځ د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې محمود خان په مشرۍ كښې شوې۔ په غونډه كښې د پېښور ريجن د صوبائي اسمبلۍ غړو لخوا په تېره غونډه كښې د پورته كړو اولسي مسئلو حل او په پرمختيائي منصوبو عمل درآمد په لړ كښې په شوو پرېكړو او د وزيراعليٰ لخوا په جاري كړو احكاماتو د پېشرفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔ د پېښور ريجن د دريو واړو ضلعو پېښور، نوښار او چارسدې تعلق لرونكو د صوبائي اسمبلۍ غړو ٬ د انتظامي څانګو سېكترانو٬ اړوند كمشنرانو٬ ډپټي كمشنرانو او د ضلعي پوليس چارواكو نه علاوه د پېسكو سوئي ګېس چارواكو په غونډه كښې ګډون كولو۔ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو په تېره غونډه كښئ د نمائندګانو لخوا په پورته كړو مسئلو او د دغې د هواري په لړ كښې تر اوسه په پېشرفت بريفنګ وركړو۔