د اسلام آباد د ښځينه او نارينه بېډمنټن لوبډلې اعلان كړې شوې

اسلام آباد14ستمبر (اے پي پي) د اسلام آباد بېډمنټن اېسوسي اېشن د اسلام آباد د ښځينه او نارينه بېډمنټن لوبډلې اعلان كړې دي. دا لوبډلې به د 16م ستمبر څخه په كوئټه كښې پېل كېدونكې نېشنل رېنكنګ بېډمنټن ټورنمنټ كښې ګډون كوي۔ د اسلام آباد بېډمنټن اېسوسي اېشن چارواكو د اسلام آبااد د مېنز او وېمنز لوبډلو نامې اعلان كولو سره ووئيل چې په مېنز سنګلز كښې احمد حسن جنجوعه، محمد ابراهيم رشيد، علي چشتي، قاسم رشيد او تحسين اقبال شامل دي ،مېنز ډبلز لوبډله كښې علي چشتي او عاکف، احمد حسن جنجوعه او وقاص، ابراهيم رشيد او راجه حسن دغسې په وېمنز سنګلز لوبډلو كښې عنا ګوهر، اسما رياض، زېنب اعظم، منتها خان او ماريه نواز شاملې دي. په وېمنز ډبل كښې اسما رياض او زېنت اعظم او منتها خان او ماريه نواز شاملې دي