د خېبر پختونخوا كبډي اېسوسي اېشن ترسېوري لاندې د پېښور او مردان كبډي لوبډلو ترمينځه مېچ د جمعې په ورځ كېږي

اسلام آباد۔9ستمبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا كبډي اېسوسي اېشن ترسېوري لاندې د پېښور او مردان كبډي لوبډلو ترمينځه مېچ د جمعې په ورځ هري چند ګراؤنډ پېښور كښې ماښام 6 بجې كېږي۔ د خېبر پختونخوا كبډي اېسوسي اېشن سېكرټري سيد سلطان بري وئيلي چې د ايونټ تياريانې زور او شور سره روانې دي۔ په ايونټ كښې د كبډي نوموړي لوبغاړي برخه اخلي۔ د مېچ په پايه كښې به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي