پاكستان كركټ بورډ د نيوزي لېنډ په ضد سيريز لپاره د قامي لوبډلې سپورټنګ سټاف اعلان كړو

اسلام آباد۔08 ستمبر(اے پی پی) پاكستان كركټ بورډ د نيوزي لېنډ په ضد سيريز لپاره د قامي لوبډلې سپورټنګ سټاف اعلان كړے دے۔ منصور رانا ټيم منېجر ٬ ثقلېن مشتاق هېډ كوچ او شاهد اسلام اسسټنټ ټو هېډ كوچ غوره كړے شوے دے۔ ډرائکس سائمن به د سټرینتھ اېنډ کنډیشنګ کوچ، طلحه اعجاز به د لوبډلې اېنالسټ، کرنل عمران ډار به د سېكورټي منېجر او ابراهیم بادیس به د لوبډلې ميډيا منېجر ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د عبدالرزاق په ځائې به اكرم رضا دسېنټرل پنجاب كوچنګ سټاف مشري كوي۔