د سري لنکا او سوئيلي افريقې ترمېنځه وروستې يو ورځنې مېچ (نن) كېږي

کولمبو 06 ستمبر(اے پي پي) د سري لنکا او سوئيلي افريقې د كر كټ لوبډلو ترمېنځه درېم او وروستې يو ورځنې مېچ (نن) د نهې په ورځ په كولمبو كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د دريو مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دے۔ درېم او وروستې يو ورځنې مېچ كښې د خوندورې سيالۍ امكان دے۔ د ون ډے سيريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د ټي ټونټي سيريز مېچونه په لسم ستمبر پېل كېږي