پنجشېر ولايت كښې به “امارات اسلامي” جوړولے شي٬ اوس به په ګډه د پنجشېر خدمت كوٶ۔ د ملا عبدالغني برادر ټويټ

کابل 06 ستمبر (اے پي پي) د طالبانو لارښود ملا عبدالغني برادر وئيلي دي چې زمونږ هېواد او اولس اوس په يو خپلواكه او آزاد هېواد كښې دے چرته چې به افغان وګړي په سكون سره ژوند كوي٬ پنجشېر ولايت كښې به “امارات اسلامي” جوړولے شي٬ امن به بحالولے شي٬ اوس به په ګډه د پنجشېر خدمت كوٶ۔ د طالبانو مشر ملا عبدالغني برادر خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي پنجشېر كښې د كاميابۍ نه پس دا مهال ګرد هېواد د طالبانو په كنټرول كښې دې” الحمدلله”۔