د دفاع ورځې په لړ كښې د لوبو مقابلې د اتوار ورځې نه پېل كېږي

اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) هېواد كښې د بېلو سپورتس تنظيمونو تر سېوري لاندې د دفاع ورځې په لړ كښې د لوبو فټ سال، نېټ بال، آرچری، تھروبال، سائیکلنګ، روپ سکېپنګ او فټ بال مقابلې نن د اتوار ورځې څخه پېل كېږي۔ تېره ورځ د بېلو سپورتس تنظيمونو عهدېدارانو سركاري خبر رسنې ادارې سره خبرو كښې ووئيل چې د دفاع ورځې په لړ كښې د لوبو مقابلې كول باوري كولو له صوبائي سپورټس تنظيمونو ته خصوصي هدايات جاري كړې شوي دي۔ د دې لوبو مقابلې به لاهور ٬ كراچۍ ٬ پېښور ٬ كوئټه ٬ اسلام آباد ٬ ګلګت بلتستان او آزاد جموں وكشمير كښې كېږي۔