آئي اېم اېف يوګنډا لپاره يو ارب ډالر پور منظور كړو

واشنګټن 29 جون (اے پي پي) د نړيوال مالياتي فنډ ( آئي اېم اېف) بورډ ختيز افريقائي هېواد يوګنډا كښې د اقتصادي بحران خاتمې لپاره د درې كلنه پور له مخې يو بېليون ډالره منظور كړي ۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د آئي اېم اېف لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي د دې نوې مرستې له مخې به په سمدستي توګه 258 مېليونه ډالره وركولې شي او …

واشنګټن 29 جون (اے پي پي) د نړيوال مالياتي فنډ ( آئي اېم اېف) بورډ ختيز افريقائي هېواد يوګنډا كښې د اقتصادي بحران خاتمې لپاره د درې كلنه پور له مخې يو بېليون ډالره منظور كړي ۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د آئي اېم اېف لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي د دې نوې مرستې له مخې به په سمدستي توګه 258 مېليونه ډالره وركولې شي او تېر كال نزدې 500 مېليونه ډالره هنګامي پور وركړے شوے ؤ۔ د آئي اېم اېف چارواكو وئيلي دي د يوګنډا معيشت د كرونا وباء په سبب زيات ځپلے شوے ۔ چارواكو ووئيل حكومت به په قرض كښې كمي او په انفراسټركچر كښې سرمايه كارۍ لپاره كار كوي

مزید خبریں