نيروبي 24 جون(اے پی پی)د كېنيا پايه تخت نيروبي سره نزدې سيمه كښې يوه تربيتي چورلكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې يې د امنيتي ځواكونو 17 اهلكار مړه شوي۔ د امريكې ابلاغ ذريعو له مخې د نيروبي پوليس وياند مېډيا ته ووئيل د كجيا دوكاؤنټي سيمه كښې د زيارت په ورځ سهار چورلكه تباه شوې چې په نتيجه كښې د امنيتي ځواكونو 17 كسان مړه او 6 سخت ژوبل …
په كينيا كښې تربيتي چورلكه رانسكوره شوه ٬ د امنيتي ځواكونو 17 اهلكار مړه شول

مزید خبریں
نيروبي 24 جون(اے پی پی)د كېنيا پايه تخت نيروبي سره نزدې سيمه كښې يوه تربيتي چورلكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې يې د امنيتي ځواكونو 17 اهلكار مړه شوي۔ د امريكې ابلاغ ذريعو له مخې د نيروبي پوليس وياند مېډيا ته ووئيل د كجيا دوكاؤنټي سيمه كښې د زيارت په ورځ سهار چورلكه تباه شوې چې په نتيجه كښې د امنيتي ځواكونو 17 كسان مړه او 6 سخت ژوبل شوي۔د كېينيا امنيتي ځواكونو د تفصيلات وركولو نه غېر د پېښې تصديق كړے ۔هغه ووئيل په چورلكه كښې 23 كسان ناست وو۔د رېسكيو ډلې مړي او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولي دي











