غیر ملکي عسكرو سره كار كوونكي افغانان كه په خپل عمل خفه وي نو بايد اوس هغوي څه يره محسوس نه كړي، طالبان

کابل 07 جون (اے پي پي) طالبانو وئيلي دي تير وخت كښې غیر ملکي عسكرو سره د وياند په حېث يا نور څه كوونكي افغانان كه په خپل عمل خفه وي نو د غير ملكي عسكرو ستنيدو نه پس اوس بايد كومه يره محسوس نه كړي۔ د فرانس خبر رسني ادارې له مخي د ګل په ورځ طالبانو په خپل يو بيان كښې وئيلي دي كه په تير وخت كښې …

کابل 07 جون (اے پي پي) طالبانو وئيلي دي تير وخت كښې غیر ملکي عسكرو سره د وياند په حېث يا نور څه كوونكي افغانان كه په خپل عمل خفه وي نو د غير ملكي عسكرو ستنيدو نه پس اوس بايد كومه يره محسوس نه كړي۔ د فرانس خبر رسني ادارې له مخي د ګل په ورځ طالبانو په خپل يو بيان كښې وئيلي دي كه په تير وخت كښې غیر ملکي عسكرو سره كار كوونكي ملازمان اوس په خپل دغه عمل د افسوس څرګندونه كوي او سباؤن كښې د اسلام او هېواد په ضد د غدارۍ په شان اقدامات او هلو ځلو څخه ډډه وكړي نو د افغانستان څخه د غير ملکي عسكرو ستنيدو نه پس دغه افغانانو ملازمانو ته زمونږ د اړخه كوم خطر نه شته او نه به وي او نه به څه مسئله ولري۔ده ووئيل غیرملکي عسكرو لپاره كار كوونكي افغان ورکرز دښمنان ګڼلے كيدل خو كه په سباؤن كښې هغوي د دښمنۍ د هغه ټولو ګامونو څخه ډډه وكړي نو څه ډول يره دې نه محسوسوي

مزید خبریں