اطاليا فلسطيني كډوالو له 8 ملينه ډالره مالي مرسته اعلان كړه

غزہ۔30مئی(اے پی پی) د اطاليا حكومت فلسطيني كډوالو لپاره 8 ملينه مالي مرسته اعلان كړې ده۔ د مرستې دا رقم به د فلسطيني كډوالو ريليف اېنډ وركس ايجنسي اونروا په بنيادي پروګرامونو مصرف كولې شي۔ د فلسطين اطلاعات مركز اونروا لخوا جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دې مالي مرستې سره به د كډوالو حاجتونو ترسره كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ بېت المقدس كښې د اطالوی قونصل جنرل جیوسیپی فيډل يو بيان كښې وِئيلي زمونږ هېواد به د فلسطيني كډوالو مالي مرسته روانه ساتي۔ هغه ووئيل دا رقم به د فلسطيني كډوالو په روغتيا ٬ زده كړو او سماجي ضرورتونو مصرف كولې شي