جنيوا 28 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو ترمخه د بشري حقونو كونسل غزه پټي كښې د اسرائيل او فلسطين تنظيم حماس ترمينځه په اوسني 11 ورځې جنګ كښې د جنګي جرائمو او د انسانيت په ضد د جرائمو نړيوالو پلټنو منظوري وركړې ۔العربيه ټي وي له مخي جنيوا كښې د 47 غړو هېوادونو كونسل خصوصي غونډه كښې 24 هېوادونو غزه كښې د جرمونو پلټنو لپاره د قرارداد په …
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل غزه كښې د جنګي جرمونو د پلټنو منظوري وركړه

مزید خبریں
جنيوا 28 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو ترمخه د بشري حقونو كونسل غزه پټي كښې د اسرائيل او فلسطين تنظيم حماس ترمينځه په اوسني 11 ورځې جنګ كښې د جنګي جرائمو او د انسانيت په ضد د جرائمو نړيوالو پلټنو منظوري وركړې ۔العربيه ټي وي له مخي جنيوا كښې د 47 غړو هېوادونو كونسل خصوصي غونډه كښې 24 هېوادونو غزه كښې د جرمونو پلټنو لپاره د قرارداد په حق كښې ووټ وركړے٬ دغسې 9 هېوادونو د دې مخالفت كړے او 14 هېوادونو قرارداد كښې برخه نه ده اخستي ۔غزه كښې د جنګي جرمونو پلټنو په اړه قرارداد د اسلامي مرستي تنظيم (اوآئي سي) او ملګرو ملتونو كښې د فلسطين پلاوي وړاندې كړے ؤ۔ د كونسل موجوده صدر فجي سفير نزهت شميم خان د رايو شميري نه پس د دې قرارداد د منظورۍ اعلان كړے۔ امريكې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل د غزه شخړې د پلټنو مخالفت كولو سره وئيلي دي دې سره سيمه كښې روان پيشرفت لپاره خطرات راپيدا شوي











