ارجنټائن كښې د کرونا وائرس څخه د مرګونو شمېره د 75 زره نه واوړېده

بيونس آئرس 26 مئي (اے پي پي) ارجنټائن كښې د کرونا وائرس څخه د مرګونو شمېره د 75 زره نه اوړېدلې ۔ ځائي صحت وزارت وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال 576 نور كسان مړه شوې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كرونا 24 زره 601 نوې كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره مجموعي شمېره 3،586،736 ته رسېدلې او ټول 31 لكه 57 زره 660 كسان صحت مند شوي۔ د يادونې وړ ده حكومت په كېسونو كښې د اضافې له امله د 22 نه تر 30 مئي د بشپړ لاك ډاٶن اعلان كړے ٶ۔ ارجنټائن كښې 26م دسمبر كال 2020 څخه د كرونا واكسين كمپائن پېل شوے ٶ او تر اوسه د 11.3 نه زيات وېكسينېشن شوي دې۔