امريكا كښې د كورونا وائرس له امله 6 لكهه 5 زره څخه زيات كسان مړه شوي

واشنګټن 26 مئي (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله ځپليو كسانو شميره 3 كروړه 39 لكهه 47 زره څخه زياته شوې ۔د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 6 لكهه 5 زره 2 سوه څخه زياته شوې ، ټول هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 33947189 دغسې 5735539 فعاله كيسونه دي۔چارواكو له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے چرته چې د مجموعي مړو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔