هند كښې د كورونا صورتحال اندېښمن شوے ، د نوو كيسونو او مرګونو ريكارډ جوړ شوے ، د تيرو 24 ساعتو په مهال 3 لكهه 60960 نوي كيسونه رپورټ شوي،3293 كسان مړه شوي

نوې ډيلے 28 اپريل (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس صورتحال بے قابو شوے، د تيرو 24 ساعتو په مهال ريكارډ 3 لكهه 60 زره 960 نوي كيسونه رپورټ شوي،دا په كوم هم هېواد كښې په يوه ورځ كښې رامخي ته شوو كيسونو كښې تر ټولو زياته شميره ده دغسې په دې مهال 3293 كسان مړه شوي كوم چې د ورځي په حساب د مرګونو يو نوے ريكارډ دے،دغسې په هند كښې په مجموعي توګه د مړو شميره 2 لكهه څخه زياته شوې ۔د شورو په ورځ د هند د روغتيا وزارت د اړخه جاري شوي شميري له مخي هند كښې پرله پسې په 7مه ورځ 3 لكهه څخه زيات كيسونه رپورټ كيږي، د تيرو 24 ساعتو په مهال 3 لكهه 60960 نوي كيسونه رپورټ شوي دغسې 3293 كسان مړه شوي۔ هند كښې د كورونا صورتحال د تشويش وړ دے،ټولو روغتونو كښې نور ځائې نشته او وګړي د آكسيجن او داروګانو لټون لپاره د پايه تخت په كوڅو كښې ګرځي، د نوي ډيلي په كار پاركس كښې د مړو آخري رسومات ادا كيږي دغسې د مړو سوزولو لپاره لرګي هم كم شوي دي