ریاض ۔20 اپرېل(اے پی پی) سعودي عربستان كښې د مقدس جوماتونو انتظاميه مسجد الحرام كښې د لمونځ كوؤنكو ترمينځھ د آب زمزم 2 لكه بوتلې وېشي۔ د سعودي عربستان د خپرونو ادارې له مخې د آب زمزم بوتلې د حرم شريف په صحن ٬ دالانونو او راهدارو كښې په كورونا اېس او پيز عمل كولو سره وړاندې كولې شي۔ د روژې مباركه مياشت كښې به دا لړۍ روانه ساتلې شي۔ …
په مسجد الحرام كښې روزانه د آب زمزم 2 لكه بوتلې وېشلې شي

مزید خبریں
ریاض ۔20 اپرېل(اے پی پی) سعودي عربستان كښې د مقدس جوماتونو انتظاميه مسجد الحرام كښې د لمونځ كوؤنكو ترمينځھ د آب زمزم 2 لكه بوتلې وېشي۔ د سعودي عربستان د خپرونو ادارې له مخې د آب زمزم بوتلې د حرم شريف په صحن ٬ دالانونو او راهدارو كښې په كورونا اېس او پيز عمل كولو سره وړاندې كولې شي۔ د روژې مباركه مياشت كښې به دا لړۍ روانه ساتلې شي۔ د مقدس مساجد انتظاميې له مخې روزانه 3 زره لټره اوبه زائرينو ته وركولې شي۔ د ماښام لمونځ نه وړاندې عمره كوؤنكو ته په مطاف كښې د سحر اذان وخت پورې د زمزم بوتلې وركولې شي۔ د تراويح په مهال هم د زمزم اوبو وېش عمل جاري ساتلې شي۔











