هند كښې د كورونا وائرس يو لك 84 زره نوې كېسونه رامخې ته شول٬ نور 1027 كسان مړه

نوې ډيلے 14 اپرېل(اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس يو لك 84 زره څخه زيات نوي كېسونه ريكارډ شوي او دې نه پس د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 38 لكهه 71 زره څخه زياته شوې ۔ د شورؤ په ورځ د هند ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس كېسونه تر تشويشناك حد زياتيږي او د كورونا وائرس يو ځل بيا تندۍ سره خپريږي، هېواد كښې …

نوې ډيلے 14 اپرېل(اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس يو لك 84 زره څخه زيات نوي كېسونه ريكارډ شوي او دې نه پس د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 38 لكهه 71 زره څخه زياته شوې ۔ د شورؤ په ورځ د هند ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس كېسونه تر تشويشناك حد زياتيږي او د كورونا وائرس يو ځل بيا تندۍ سره خپريږي، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 172115 كسان مړه شوي۔هند كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 184372 كېسونه ريكارډ شوي،په دې مهال 1027 كسان مړه شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس مجموعي ځپليو شميره 12332688 ده دغسې د فعاله كيسونو شميره 1366518 ده۔ د هند د روغتيا وزارت له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 172115كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ هند كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس ځپلے شوي 12332688كسان ښه شوي دي۔

مزید خبریں