بيجنګ 13اپرېل(اے پي پي)د چين په سوئېلي ګوانګ ژويانګ سيمه كښې په ترافېكي پېښه كښې 6 كسه مړه او 3 ژوبل شوي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې ځايې چارواكي وئېلي دي دا پېښه د ځايې وخت له مخې سهار 5 دقيقې كم 7 بجې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې ناڅاپي يو ډك ټرك بې قابو شو او يو وېن سره ټكر شو چې په نتيجه كښې …
چين كښې ترافېكي پېښه كښې 6 كسه مړه او 3 ژوبل شول

مزید خبریں
بيجنګ 13اپرېل(اے پي پي)د چين په سوئېلي ګوانګ ژويانګ سيمه كښې په ترافېكي پېښه كښې 6 كسه مړه او 3 ژوبل شوي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې ځايې چارواكي وئېلي دي دا پېښه د ځايې وخت له مخې سهار 5 دقيقې كم 7 بجې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې ناڅاپي يو ډك ټرك بې قابو شو او يو وېن سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې په وېن كښې ناستو كسانو كښې 6 په ځاے مړه او درې سخت ژوبل شول۔ رېسكيو ډلې مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړي۔ د پوليس ابتدائي پلټنو له مخې د ټرك ډرائيور په نشه كښې د ډرائيونګ كولو كوم ثبوت نه دے ترلاسه شوے بيا هم د پېښې په اړه پلټنې روانې دي











