هند كښې د كورونا وائرس يو لك 62 زره نوې كېسونه رامخې ته شول٬ نور 879 كسان مړه ٬ د مړو شمېره 1 لك 71 زره ته ورسېده

نوې ډيلې ۔13اپرېل (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس 1 لك 62 زره نه زيات نوې كېسونه رامخې ته شوي او نور 879 كسان مړه شوي۔ د ځپليو مجموعي شمېره 1 كروړ 36 لکه 89 زره نه زياته شوې ۔ د نهې په ورځ د هند د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس كېسونو كښې تندۍ سره زياتوالې رامخې ته كېږي۔ د تېرو 24 ساعتو …

نوې ډيلې ۔13اپرېل (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس 1 لك 62 زره نه زيات نوې كېسونه رامخې ته شوي او نور 879 كسان مړه شوي۔ د ځپليو مجموعي شمېره 1 كروړ 36 لکه 89 زره نه زياته شوې ۔ د نهې په ورځ د هند د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس كېسونو كښې تندۍ سره زياتوالې رامخې ته كېږي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد بېلو برخو كښې نزدې 1.62 لکه نوې كېسونه رامخې ته شول چې ورسره د ځپليو مجموعي شمېره 1 كروړه 36 لکه 89 زره 453 ته ورسېده۔ د 879 نورو رنځورانو د مرګ سره د مړو شوو مجموعي شمېره 171091 ته رسېدلې۔ هند كښې د فعاله كېسونو شمېره 1264667 ده۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم لوي هېواد دے۔ هند كښې په مجموعي توګه تر دې دمه 12253697 ځپلي ښه شوي دي۔

مزید خبریں