د امريكې دفاع وزير به (نن) د اسرائيل، المان ، برتانيې او د ناټو هيډ كوارټرز دوري له روانېږي

واشنګټن 09 اپريل (اے پي پي) د امريكې دفاع وزير لائيډ آسټن به نن د خالي په ورځ د اسرائيل، المان ، برتانيې او بيلجيئم كښې د ناټو هيډكوارټرز دورې لپاره ځي۔د فرانس خبر رسني اداري له مخي د امريكې د دفاع محكمې تيره ورځ خپل يو بيان كښې وئيلي دي د دفاع وزير به د اسرائيل دوري په مهال د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو او د دفاع وزير بيني ګينټز سره ملاقات كوي او په دې مهال به د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔د امريكې د دفاع وزير به د المان دورې په موقع د المان دفاع وزير انيګريټ كريمپ كيرن بوئير او سكيورټي پاليسي ايډوائزر ډاكټر جان هيكر، بيلجيئم كښې د ناټو عمومي سيكتر جينز سټولن برګ او د برتانيې دورې په موقع به د برتانيې د دفاع وزير بين ويليس سره ملاقات كوي