امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 3 كروړ17 لكهه څخه زياته شوه

واشنګټن 09 اپريل (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپلېو شوو كسانو شميره 3 كروړه 17 لكهه 17 زره څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخي ټول هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 73 زره څخه زياته شوې۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 31717404 ته رسيدلي دغسې د فعاله ځپليو …

واشنګټن 09 اپريل (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپلېو شوو كسانو شميره 3 كروړه 17 لكهه 17 زره څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخي ټول هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 73 زره څخه زياته شوې۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 31717404 ته رسيدلي دغسې د فعاله ځپليو شميره 6870679 ده۔ چارواكو له مخي ټول هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے چرته چې د مجموعي مړو شميره نړۍ كښې كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 573856 كسان مړه شوي۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 29 لكهه 15 زره څخه زياته شوې ۔ نړۍ كښې د كورونا وائرس دويمي چپي او دريمي چپي په مهال هم امريكا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي دي ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 24272869 څخه زيات كسان ښه شوي هم دي

مزید خبریں