نوې ډيلے 09 اپريل (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس يو لكه 31 زره څخه زيات نوي كيسونه ريكارډ شوي او دې نه پس د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 30 لكهه 57 زره څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس كيسونه تر تشويشناك حد زياتيږي او د كورونا وائرس يو ځل بيا تندۍ سره خپريږي، هېواد …
هند كښې د كورونا وائرس يو لكه 31 زره څخه زيات نور كيسونه رامخي ته شول ، 780 نور كسان مړه شول

مزید خبریں
نوې ډيلے 09 اپريل (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس يو لكه 31 زره څخه زيات نوي كيسونه ريكارډ شوي او دې نه پس د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 30 لكهه 57 زره څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس كيسونه تر تشويشناك حد زياتيږي او د كورونا وائرس يو ځل بيا تندۍ سره خپريږي، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 67 زره 694 كسان مړه شوي۔هند كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس يو لكه 31 زره 968 نوي كيسونه ريكارډ شوي،په دې مهال 780 كسان مړه شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس مجموعي ځپليو شميره 13057954 ده دغسې د فعاله كيسونو شميره 979519 ده۔ د هند د روغتيا وزارت له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 167694كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ هند كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس ځپلے شوي 11910741كسان ښه شوي دي











