نوي ډيلې 02 اپريل (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس 81 زره څخه زيات نوي كيسونه رامخې ته كيدو نه پس د ځپليو شميره يو كروړ 23 لكهه څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس كيسونو كښې تر تشويشناك حد اضافه روانه ده ، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 63 زره …
هند كښې د كورونا وائرس 81 زره څخه زيات نوي كيسونه رامخي ته شول، يو لكهه 63 زره 428 كسان مړه شول

مزید خبریں
نوي ډيلې 02 اپريل (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس 81 زره څخه زيات نوي كيسونه رامخې ته كيدو نه پس د ځپليو شميره يو كروړ 23 لكهه څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د هند ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس كيسونو كښې تر تشويشناك حد اضافه روانه ده ، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 63 زره 428 كسان مړه شوي۔ هند كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 81466 څخه زيات نوي كيسونه ريكارډ شوي، په دې مهال 469 كسان د كورونا وائرس له امله مړه شوي۔هند كښې د كورونا وائرس مجموعي ځپليو شميره 12303131 ده دغسې د فعاله كيسونو شميره 614664 ده۔ د هند د روغتيا وزارت له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 163428كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ هند كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 11525039كسان ښه شوي هم دي











